کندز ولایت کې ٤١٩ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!
کندز ولایت کې ٤١٩ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!
د افغاني سرې میاشتې اړوند د کندز ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ٤١٩ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره شوې.
یاده موده کې ١٩٥ تنه زده کوونکي د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ او پاتې ٢٢٤ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.
