‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، المان هېواد ته د درملنې په موخه د تلونکو ناروغو ماشومانو له والدينو سره وليدل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۸:۴۲
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، المان هېواد ته د درملنې په موخه د تلونکو ناروغو ماشومانو له والدينو سره وليدل

نن دوشنبه د جمادي الأولى د میاشتې پر ٢مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن د يوې غونډې په ترڅ کې د هغو ٨٩ تنو  په اور سخت سوځېدليو او ميکروبي هډوکو لرونکو ناروغو ماشومانو له والدینو سره وکتل، چې نږدې ورځو کې به یې ماشومان د درملنې په موخه د آلمان د سولې کلي د خيريه بنسټ په مرسته یاد هېواد ته واستول شي.
د غونډې په پيل کې ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې د دې خیریه ملي ټولنې د بشرپالو خدمتونو او فعاليتونو په اړه د تفصيلي وینا ترڅنګ د المان د سولې کلي په نوم د مرستندوی بنسټ د همېشنيو همکاريو مننه وکړه او ياد هېواد ته په اور د سخت سوځېدليو او ميکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکو ماشومانو د لېږد او درملنې پروګرام يې اغيزمن وباله او زياته یې کړه چې د تفاهم ليک له پيل راهيسې تر دې دمه د یاد بهیر په ترڅ کې د ۴۹۲۰ تنو ناروغانو درملنه شوې او تر درملنې وروسته خپلو کورنيو سره يوځای شوي. دا راز ښاغلي دلاور د یاد بنسټ له مسئولینو وغوښتل څو د هغو ناروغانو لپاره، چې په هېواد کې دننه یې درملنه شونې وي، د تداوۍ زمینه برابره کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې د ناروغو ماشومانو والدينو ته ډاډ ورکړ چې د دوى د اولادونو د درملنې، ساتنې او پالنې په برخه کې بشپړ سهولتونه په پام کې نيول شوي.
ورپسې په افغانستان کې د المان د سولې کلي مرستندوی بنسټ مسٸولې اغلې کلاوډيا ددې بنسټ د فعاليتونو په اړه د معلوماتو شريکولو ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې يو ځل بيا د ٨٩ تنو په اور سخت سوځېدليو او ميکروبي هډوکو لرونکو ماشومانو د لېږد د غونډې ګډونواله يم او ډاډ يې څرګند کړ چې د يادو ناروغانو درملنه او او پالنه د مسلکي ډاکټرانو له لوري په يو سالم او ارامه چاپيريال کې ترسره کېږي.
https://whatsapp.com/channel/0029VakrM9TIt5ror2mYP43x

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS