کونړ کې پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۱۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د مرکز اسعد آباد او وټپور ولسوالۍ پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه څلور میلیونه او دوه سوه زره (۴،۲۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره او تر يو حده اقتصادي ستونزې را کمې شي.
