پکتیکا کې پر ۵۰۰ بېوزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۸:۲۰
پکتیکا کې پر ۵۰۰ بېوزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د بکخېلو ولسوالۍ د کُنک سیمې پر ۵۰۰ اړمنو او داخلي بېځایه شوو کورنیو د بېړني ملاتړ او بشري لاسنیوي په موخه ۴۲.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۸۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره او خُرما په کې شامله وه.
د مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره او د اقتصادي ستونزو کچه را ټیټه شي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په تروو ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ اړمنو او داخلي بېځایه شوو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۷:۲۱
Background image

لوګر؛ د غرښویېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۱ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په آرزوخېلو کلي کې د غرښویېدنې له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ ته، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

په کابل کې ۴۷۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۱ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په کابل کې د مرکز اړوند بېلابېلو ناحیو او د پغمان ولسوالۍ له ۴۷۰ اړمنو، بې‌ وزلو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه له نړیوالو کاري شریکانو سره د روژه ماتي ګډ مجلس وکړ

سې شنبه، ۲۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري تېر ماښام په کابل کې د دې ادارې نړیوالو کاري شریکانو ته د افغاني دود او مېلمه‌پالنې له مخې د روژه ماتي مېلمستیا چمتو او ګډ. . .

BACK TO NEWS