کونړ؛ د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې
سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د سهیل تنګي په سیمه کې ۱۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.
یاده پروژه د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې موخه یې هغو زلزله ځپلو کورنیو ته د خوندي او دایمي سرپناه برابرول دي، چې د زلزلې له امله یې کورونه، شتمنۍ او د ژوند لومړني امکانات له لاسه ورکړي دي.
د دې پروژې ټولیز لګښت ۸۸ میلیونه افغانۍ دی، چې د هر استوګنیز کور د جوړولو لپاره ۵۵۰ زره افغانۍ ځانګړې شوې دي.
ټاکل شوې ده، چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به ۱۶۰ زلزلهځپلې کورنۍ د خوندي او دایمي سرپناه لرونکې شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د بیارغونې او سرپناه د پروګرامونو له لارې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د خوندي استوګنې زمینه برابره او د هغوی د ژوند د بېرته عادي کېدو ملاتړ وکړي.
