کونړ؛ تېره يوه میاشت کې څه باندې ۵ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي
سې شنبه، ۲٣ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۷۲۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۳۸۳ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
