پکتیکا؛ د ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکتر بست لپاره له ۱۸ روغتياپالانو ازموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۲۱
P

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ د ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکتر بست لپاره د وړ او مسلکي کادر د ګمارلو په موخه له ۱۸ ډاکترانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه، چې ۱۸ روغتياپالانو پکې ګډون کړی و.

ټاکل شوې چې د تحریري ازموینې د پاڼو له ارزونې او د تقريري ازموینې له ترسره کېدو وروسته، د ازموینو د پایلو پر بنسټ وړ نوماند د روڼتیا او عدالت له مخې په ګوته او پر یاد بست وګمارل شي.

افغاني سره میاشت د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا او د وړ او مسلکي کادرونو د جذب په موخه د آزادې سیالۍ له لارې د استخدام پروسه پر مخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۵:۳۷
Background image

پکتیا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۸۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کونړ؛ تېره يوه میاشت کې څه باندې ۵ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

سې شنبه، ۲٣ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۷۲۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS