کندهار؛ ۱۴ تنه رغيدلي رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول
چهارشنبه، ۱۰ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل زون په کچه په کندهار ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۱۴ تنه رغيدلي رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.
د رخصتېدو پر مهال هر تن ته ۲ زره افغانۍ هم ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سره مياشت د هېواد په شپږو زونونو (کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، کندز) کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې په کې يادو ناروغانو ته هر اړخيز روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
