هلمند کې د اورلګېدنې له امله له زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه
چهارشنبه، ۱۰ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني ملاتړ او لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې په کې ۱ غټه کمپله، ۶ وړې کمپلې او ۴ د اوبو بوشکې شاملې وې.
افغاني سره میاشت د پېښو پر مهال اغېزمنو وګړو ته د هیلو او ملاتړ احساس وربخښي.
