کابل ولايت کې څه باندي ١٨٥٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۱:۵
خبرونه

کابل ولايت کې څه باندي ١٨٥٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د کابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٥٨٣٧ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٧٦٨ تنو ټپیانو پانسمان، ٤٥٩٦ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٤٥٠٤ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٩٧٢ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ١١٥٣ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٦٧١ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

ډنمارک سور صلیب د کونړ زلزله ځپلو سره ۳ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي

سې شنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ډنمارک سره صلیب د رواني ناروغانو برخې له مسئولې آغلې نیوس سره د کونړ ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۷:۱۶
Background image

عمومي رئیس په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د همغږۍ ناسته وکړه

سې شنبه، ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست ښاغلي جُی سینګال او مرستیالې آغلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۴۶
Background image

د کونړ زلزله ځپلو سره د افغانستان نړیوال بانک ۳ قلمه مرسته افغاني سرې میاشتې ته ورکړل شوه

سې شنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستو په دوام؛ تازه د افغانستان نړیوال بانک له لوري د غیر خوراکي توکو ۳ قلمه مرسته، چې ۶۰. . .

BACK TO NEWS