کابل؛ له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن او د سېلاب خیریه بنسټ د مشر سید احمد سیلاب په شتون کې، پر ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو او اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
د مرستې د وېش پر مهال سرپرست عمومي رئیس اړمنو او راستنو شوو کډوالو ته د مرستو چمتو کولو برخه کې د سیلاب خیریه بنسټ له همکارۍ څخه مننه وکړه او دا مرسته یې د مرستندویه بنسټونو د صداقت نښه وبلله. نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او شتمنو هېوادوالو هم وغوښتل، څو خپلې مرستې د افغاني سرې میاشتې له لارې تر اړمنو او مستحقو ورسوي.
د سیلاب خیریه بنسټ مشر د مستحقو اړمنو کورنیو په پېژندلو کې د افغاني سرې میاشتې هڅې او شفافیت وستایه او ژمنه یې وکړه چې راتلونکي کې به هم د ورته بشري مرستو بهیر جاري وساتي، نوموړي د اړمنو او بې وسه کورنیو د ستونزو حل برخه کې د شتمنو هېوادوالو مرستې ارزښتمنې او مهمې یادې کړې.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ښځینه البسه، د کالو وینځلو صابون، کمپلې، څپلکې، لوښي او نور اړین توکي ورکړل شول.