کابل؛ قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ۱۰۰ ماشومانو بریالي عملیاتونه ترسره شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۰
K

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند په قلبي روغتون کې د دغه روغتون له پرانیستې تر دې دمه د زړه سوري لرونکو ۱۰۰ ماشومانو د زړه بریالي عملیاتونه ترسره شوي دي.

په دغه روغتون کې هره ورځ د زړه سوري لرونکو له ۳ تر ۶ ماشومانو پورې د کورنیو او بهرنیو تجربه‌ لرونکو متخصصو روغتياپالانو له لوري د زړه عملیاتونه ترسره کېږي.

د دغو ماشومانو د درملنې، عملیاتو او نورو اړوندو روغتیايي خدمتونو ټول لګښتونه د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې لپاره د نوم‌ لیکنې لړۍ هم روانه ده او اړمن ماشومان د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه ثبتېږي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي چې د اړمنو ماشومانو لپاره د تخصصي روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه لا پراخه کړي او د درملنې اړتیا لرونکو کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۳۵
Background image

کابل؛ له کارکوونکو د نبوي سیرت د زده کړو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو د ورځنیو دیني زده کړو د ارزونې په موخه د نبوي سیرت ازموینه واخیستل شوه.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ۱۰۰ ماشومانو بریالي عملیاتونه ترسره شول

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند په قلبي روغتون کې د دغه روغتون له پرانیستې تر دې دمه د زړه سوري لرونکو ۱۰۰ ماشومانو د زړه بریالي عملیاتونه ترسره شوي دي.

په دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کابل؛ د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌ الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، رضاکارانو، نړیوالو اړیکو او کارکوونکو چارو ریاستونو او پلان جوړونې آمریت یو شمېر کارکوونکو ته د ناورین پر مهال. . .

BACK TO NEWS