کابل؛ د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳۲
K

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د مالي او داخلي پلټنې ریاستونو، کنټرول او پلان جوړونې آمریتونو ۲۱ کارکوونکو ته د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ د بيا کتنې په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د مالي چارو رئیس حافظ شبیر احمد عثماني د دغه پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دې ورکشاپ له لارې به د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړونې، اداري همغږۍ او د چارو د لا ښه تنظیم اړوند مهم موضوعات شریک شي.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، څو له دې فرصت څخه اغېزمنه ګټه واخلي او خپلې چارې په منظم او مسؤولانه ډول ترسره کړي.

ټاکل شوې ده، چې په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د ستراتیژیکې همغږۍ، مالي پراختیا، بهرنیو پلټنو او غیر مستقیمو لګښتونو اړوند لازم معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شي.

دغه ورکشاپ په افغانستان کې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ تنظیم شوی دی.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د مسلکي روزنیزو پروګرامونو له لارې د خپلو کارکوونکو ظرفیتونه لوړ او د اداري چارو اغېزمنتیا لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS