کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د VSD ناروغانو ٨ عملیاتونه ترسره شول
سې شنبه، ٨ جمادى الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې اړوند قلبي روغتون کې د زړه د بطینونو ترمنځ د پردې د نقیصې یا سوري (VSD) لرونکو ۸ ماشومانو عملیات ترسره شول.
د یاد روغتون د فعالیتونو له پیل راهیسې تر دې دمه د (VSD، PDA او ASD) د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ګڼ شمېر بېوزلو ماشومانو درملنه او عملیات ترسره شوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
د روغتون روغتیايي ټیم هره ورځ له درېیو څخه د زیاتو ماشومانو درملنه او د زړه عملیات ترسره کوي، چې د ماشومانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي، څو بې وزله او اړمنې کورنۍ وکولای شي خپل ناروغ ماشومان له اړینو روغتیايي خدمتونو برخمن کړي.
افغاني سره میاشت د بې وزلو او اړمنو ماشومانو درملنې او روغتیايي خدمتونو برابرولو ته ژمنه ده.
