پکتیکا کې د بېوزلو لاسنیوی؛ ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول
چهارشنبه، ۱۰ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له ۵۰۰ اړمنو او داخلي بېځایه شوو کورنیو سره ۴۲.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې ۲۵ کیلو اوړه، ۲۵ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو وریژې، ۵ کیلو بوره او ۵ کیلو خُرما په کې شامله وه.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یاد ولایت په تروو، بکخېل او نعمت آباد ولسوالیو کې پر ۱۵۰۰ کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
