پکتيکا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۴:۴
خبر

پکتيکا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن شنبه د رمضان د مياشتې پر ٨ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکيې د سرې مياشتې په مالي همکارۍ د پکتيکا ولایت په ډيله ولسوالۍ کې له ۳٠٠ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د يوې بستې مختلف النوعه خوراکي توکو ترڅنګ د ۵۰ کيلو اوړو ، ۵  کيلو بورې او په غیر خوراکي توکو کې د يو کارتن کاليو مينځلو پوډر، يو بسته البسې او د حفظ الحصې د بستې  مرسته ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS