په تیره یوه میاشت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې بیلابیل روغتیایي خدمتونه ترسره شوي دي

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۱:۲۸
خبرونه

افغاني سرې میاشتې په تېرو ۳۰ ورځو کې د خپل ګرځنده روغتیایي ټیم، ثابت کلینیک او فرعی کلینیک  پر مټ د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۵۵۷ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره کړي.

د یادو ناروغانو له جملې د ۴۰۶۳ تنه داخله ناروغانو معاینات او درملنه شوې، ۳۰۷ مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته معاینات ترسره شوي، ۷۰۴ مېرمنو او ماشومانو ته مختلف واکسینونه تطبیق شوي، د ۱۱۰ ټپیانو پانسمان شوی، ۲۰۲ مېرمنو ته د کورني تنظیم په اړه پوهاوی ورکړل شوی، ۸۹۹ خوارځواکو ماشومانو ته د ځانګړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ ۴۲۷۲ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شوی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳۴
Background image

غور؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

سې شنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د غور ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۵۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۹
Background image

غزني؛ ۲۵ رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د وېش شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نمایندګۍ کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۵
Background image

میدان وردګ؛ د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو کورنیو سره د روغتیايي بستو مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او جلرېز، نرخ، چک، سید آباد او جغتو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو. . .

BACK TO NEWS