هرات کې سېلاب ځپلې کورنۍ د لنډمهالې سرپناه غیر خوراکي مرسته تر لاسه کړه
شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په سر آسیاب سیمه کې له یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۳ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د لنډمهالې سرپناه په موخه چمتو شوې وه، په کې ۱ خېمه، ۱ ترپال او ۱۰ کمپلې شاملې وه.
افغاني سره میاشت د پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی خپله اساسي او کاري وجيبه بولي.
