د کونړ ګرځنده روغتیايي ټيم لپاره د موټرو کرایه کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه
شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند د کونړ ولایت ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ۳ عراده موټرو کرایه کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
د داوطلبۍ په دې ناسته کې، چې د تهيې او تدارکاتو آمریت له لوري دایره شوې وه، ۵ ترانسپورتي شرکتونو ګډون درلود، چې د اسنادو تر کره کتنې او ارزونې وروسته به د یادو موټرو د کرایه کولو قرارداد په شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.
