مستخدمینو ته د ناچاوده توکو له زیانونو د ځان ساتنې روزنیز ورکشاپ ورکړل شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۱:۱۶
خبرونه

مستخدمینو ته د ناچاوده توکو له زیانونو د ځان ساتنې روزنیز ورکشاپ ورکړل شو!

نن سه شنبه د شوال میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دې خیریه ملي ټولنې د مرکزي څانګو اړوند مستخدمینو او خدمتي کارکوونکو ته د ناچاوده توکو له زیانونو د خونديتوب او په اړه یې د عامه پوهاوي یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.
یاد ورکشاپ کې ګډونوالو سره د ناچاوده توکو د ډولونو، په یادو توکو د ککړو او پاکو سیمو د نښو برخه کې د عامه پوهاوي سربېره د شکمنو او ناچاوده توکو د لیدلو پر مهال د لازمو کړنو ترسره کولو په هکله مهم او اړین معلومات شریک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS