له سوال کولو د مخنیوي په موخه کابل کې له ۸۹ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۲۲
k

یکشنبه، ۲۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې له ۸۹ بېرونیو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره له سوال کولو څخه د مخنیوي او د نورو له محتاجۍ د خلاصون په موخه څلور سوه اته زره (۴۰۸،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دغه نغدي مرسته د یادو کورنیو د غړو شمېر ته په کتو دوی ته ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول نغدي مرستې به له دې وروسته یادو کورنیو ته په میاشتني ډول د بانکي حسابونو له لارې حواله کېږي.
افغاني سره میاشت د هېواد د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو لاسنیوي ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې د هغوی ژوند لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۹:۲۱
Background image

په بېړنیو حالاتو کې عامه روغتیا؛ کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د روغتیا ریاست اړوند ۳۰ تنو نارینه او ښځينه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه (په بېړنیو حالاتو کې عامه روغتیا)  تر عنوان لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

له سوال کولو د مخنیوي په موخه کابل کې له ۸۹ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې له ۸۹ بېرونیو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره له سوال کولو څخه د مخنیوي او د نورو له محتاجۍ د خلاصون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

له کلونو ځنډ وروسته؛ افغاني سره میاشت ۱۵ تنه د سوري زړه ناروغان د درملنې په موخه هند ته استوي

یکشنبه، ۲۰ شعبان ۱۴۴۷              
 د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او هڅو د سوري زړه په رنځ اخته ۱۵ تنه ناروغان، چې په کور دننه یې درملنه ناشونې ده، له کلونو ځنډ. . .

BACK TO NEWS