له کلونو ځنډ وروسته؛ افغاني سره میاشت ۱۵ تنه د سوري زړه ناروغان د درملنې په موخه هند ته استوي

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۸:۳۱
له کلونو ځنډ وروسته؛ افغاني سره میاشت ۱۵ تنه د سوري زړه ناروغان د درملنې په موخه هند ته استوي

یکشنبه، ۲۰ شعبان ۱۴۴۷              
 د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او هڅو د سوري زړه په رنځ اخته ۱۵ تنه ناروغان، چې په کور دننه یې درملنه ناشونې ده، له کلونو ځنډ وروسته، په ازمايښتي ډول د تداوۍ په موخه هند ته استول کېږي. 
د دې بهیر په لومړي پړاو کې هند ته د سوري زړه په رنځ د اخته ۳ تنو ناروغانو د استولو په موخه جوړه شوې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ګډون درلود.
ښاغلي دلاور، د بهرنۍ درملنې په موخه د سوري زړه لرونکو ناروغانو د ازمايښتي بهیر پر پیل خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت په هېواد کې دننه هم له ۱۱ پر مختللو او مجهزو روغتونونو سره د یادو ناروغانو د درملنې قراردادونه لري او ډاډ یې ورکړ، چې د دې ادارې له لوري په کابل کې د زړه د یوه معیاري روغتون د جوړېدو چارې تر ډېره بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به یې پرانسته وشي.
دا راز، نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو له کاري شریکانو سره په همغږۍ د امکاناتو په پراخولو سره د هېوادوالو د درملنې اسانتیاوې لا زیاتې کړي.
د یادونې وړ ده، چې پاتې ۱۲ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ناروغان به هم نږدې راتلونکي کې په بېلابېلو پړاوونو کې هند هېواد ته د معیاري درملنې په موخه واستول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS