قطر سره میاشت؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لاسنيوي لپاره یو میلیون ریال مرسته کوي

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۷
قطر سره میاشت؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لاسنيوي لپاره یو میلیون ریال مرسته کوي

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې مشر ښاغلي حسین احمد بوتاني او د پروګرامونو مسئول ښاغلي احمد العثماني، د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور سره د کونړ زلزله ځپلو ته د بېړنیو بشري او روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه وکتل.
عمومي رئیس د قطر هېواد او سرې میاشتې له همېشني ملاتړ مننه وکړه، قطر یې د افغانستان خواخوږی او ورور هېواد وګاڼه، د کونړ زلزله ځپلو د اړتیاوو او ستونزو په اړه یې خبرې وکړې او د بشري مرستو ترڅنګ یې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي بوتاني د زلزلې له امله په اوښتو ځاني او مالي زیانونو خواشيني وښوده، د قطر سرې میاشتې د مشرتابه د تسلیت پیغام یې له عمومي رئیس سره شریک کړ او زیاته یې کړه، چې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې یو میلیون قطري ریال مرسته ځانګړې کړې ده، چې موخه یې زیانمنو ته د خوراکي اوغیر خوراکي توکو د وېش ترڅنګ د شپږو میاشتو لپاره د دوه ګرځنده روغتیايي ټيمونو فعالول دي. نوموړي نزدې راتلونکي کې د نورې نغدي مرستې د برابرولو ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۷:۳۲
Background image

لغمان؛ د ګرځنده روغتیايي ټيم لپاره د موټر کرایه کولو پروسه داوطلبۍ ته وړاندې شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د لغمان ولایت عليشنګ ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا په موخه ګرځنده روغتیايي ټیم ته د یو عراده مارسیډيز موټر کرایه کولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

قطر سره میاشت؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لاسنيوي لپاره یو میلیون ریال مرسته کوي

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې مشر ښاغلي حسین احمد بوتاني او د پروګرامونو مسئول ښاغلي احمد العثماني، د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

ترکیې سرې میاشتې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان لپاره د ترکیې د سرې میاشتې له مشر ښاغلي نعیم الله کریمي او مل پلاوي سره ختيځو. . .

BACK TO NEWS