ترکیې سرې میاشتې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۲۲
ترکیې سرې میاشتې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان لپاره د ترکیې د سرې میاشتې له مشر ښاغلي نعیم الله کریمي او مل پلاوي سره ختيځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو، همکاریو د پیاوړتیا او مرستو د زیاتولو پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې. 
ښاغلي دلاور د ترکیې د سرې میاشتې د همکارۍ او بیړنیو مرستو د مننې سربېره ډاډ وړاندې کړ، چې د افغاني سرې میاشتې لومړیتوب د زلزله ‌ځپلو لاسنیوی او د هغوی ورځنی ژوند ښه کول دي. نوموړي زیاته کړه چې زلزله ځپلې بېرته خپل عادي ژوند ته راګرځول، پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ترکیې د سرې میاشتې مشر ښاغلي نعیم الله کریمي په خپلو څرګندونو کې وویل: ترکیه له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او ځان د افغان ولس په هر درد او غم کې شریک بولي، زموږ موخه دا ده، څو په هر ډول حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ودرېږو او هڅه کوو چې د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره خپلې مرستې لا ډېرو کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS