سمنګان کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
شنبه، ۲۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني او بشري ملاتړ په موخه دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې پر ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۲ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.
