بلخ؛ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د انګړ دېوال د رغولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه
شنبه، ۲۹ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د بلخ ولایت په نوي ښار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د ۱۰ زره متر مربع ځمکې د انګړ دېوال د رغولو په موخه مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته وشوه.
یاده ناسته چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وه، ۱۰ ودانیزو شرکتونو په کې ګډون درلود، چې د اسنادو تر ارزونې وروسته به د یاد مرکز د انګړ دېوال د رغولو قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.
