زابل؛ د کمپیوټر په برخه کې ۳۱ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول
دوشنبه، ۱۴شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز د کمپیوټر په برخه کې ۳۱ زده کوونکي د لنډمهاله زده کړو او هڅو وروسته بریالۍ پایلې ته ورسېدل او له مرکز څخه فارغ شول.
د یادونې وړ ده، چې یاد ښوونیز مرکز کې اوسمهال ۱۸۰ تنه هغه زده کوونکي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول لنډمهاله زده کړې ترلاسه کوي.
افغاني سره میاشت د بشري مرستو ترڅنګ، د زده کړو په برخه کې هم اغېزمن خدمات وړاندې کوي او هڅه کوي، چې اړمنو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو فرصتونه برابر کړي.
