زابل؛ د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د ولایتي څانګې له چارو څخه لیدنه وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۸:۱۷
Z

دوشنبه، ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د زابل ولایت د افغاني سرې میاشتې له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د زابل د ولایتي څانګې رئیس الحاج ملا عبدالمنان فاروق د څانګې د فعالیتونو ترڅنګ د زابل د خلکو اړتیاوې او شته ستونزې له مشرتابه سره شریکې کړې.

ښاغلي دلاور او ښاغلي عزیزالرحمن د نماينده ګۍ له مسٶولينو څخه د خلکو د اړتیاوو او ستونزو له اورېدو وروسته، د هغوی ستونزو ته د رسېدګۍ برخه کې د لازمې پاملرنې ډاډ څرګند کړ او د ولایتي څانګې د چارو د لا ښه تنظیم او همغږۍ پر پیاوړتیا يې ټینګار وکړ.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او مرستیال کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې په ښه توګه او پر ټاکلي وخت ترسره کړي، څو زیانمنو او اړمنو خلکو ته د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه پر وخت ورسېږي او اړتیاوو ته یې مناسب ځواب وویل شي.

د دې لیدنې پر مهال د ولایتي څانګې د فعالیتونو ارزونه، د خلکو د اړتیاوو او ستونزو د وضعیت معلومول او د خدمتونو د لا ښه او پر وخت وړاندې کولو لپاره د همغږۍ پیاوړتیا تر بحث لاندې ونیول شول.

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د خپلو ولایتي څانګو د فعالیتونو له نږدې څارنې او ارزونې سره هڅه کوي، څو د زیانمنو او اړمنو خلکو اړتیاوې په ښه توګه درک او د هغوی لپاره خپل بشري خدمتونه لا په ښه ډول وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۲۰:۵۸
Background image

کونړ؛ له ۳۰۰۰ داخلي بې‌ ځایه شویو کورنیو سره د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستو لړۍ بشپړه شوه

دوشنبه، ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کونړ ولایت کې له ۳۰۰۰ داخلي بې‌ ځایه شویو کورنیو سره د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستو د وېش لړۍ، چې پرون پیل شوې وه، نن په ناړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۸:۱۷
Background image

زابل؛ د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د ولایتي څانګې له چارو څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د زابل ولایت د افغاني سرې میاشتې له ولایتي څانګې څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۲۱
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون روغتیايي پرسونل ته د نوي معلوماتي سيستم د کارونې اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مرکزي روغتون د ګډې همکارۍ په پایله کې د روغتون د بېلابېلو څانګو لپاره نوی منظم معلوماتي سیستم. . .

BACK TO NEWS