د کندهار ولایت په انځرګي کمپ کې د کار په بدل کې د پیسو پروژه پیل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۵۷
خبرونه

د کندهار ولایت په انځرګي کمپ کې د کار په بدل کې د پیسو پروژه پیل شوه!

نن چهارشنبه د شوال د شوال د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې د ۲۰ تنو کارګرو لپاره د پیسو په بدل کې د کار پروژه، چې هدف يې د کمپ پاکوالی، راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی او له کډوالو سره د انتقالاتو په چارو کې همکاري کول دي ؛ پیل شوه.
په ياده پروژه کې به هر کارګر ته  په ورځني ډول ۴۰۰ افغانۍ چې په ټوله کې د میاشتې ۱۲،۰۰۰ افغانۍ کېږي؛ ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې یادو کارګرو ته د کار په پیل کې د اړتیا وړ توکو د پېرلو په موخه هر یوه ته ۳،۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۶:۳۹
Background image

زابل؛ له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸.۷۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په ځنځیر کلي کې د جګړو له امله له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۵:۲۴
Background image

پکتيا کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي

شنبه، ۱۰ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۵۹۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ تر ۲۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره د اوبو پروژه بشپړه شوه

پنجشنبه، ۸ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال او حوض جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه،. . .

BACK TO NEWS