د کندهار ولایت په انځرګي پنډغالي کې راستنېدونکو کډوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې! 

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۶:۱۷
خبر

د کندهار ولایت په انځرګي پنډغالي کې راستنېدونکو کډوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې! 

 د افغاني سرې میاشتې د محترم مقام د حکم پر اساس د کندهار ولايت تخته پل ولسوالۍ انځرګي پنډغالي ته له مرکز څخه د مرستونونو عمومي رٸيس ښاغلي شيخ مولوي سيد احمد بهرمند، د پېښو رياست رٸيس ښاغلي ملا محمد صالح اخند زاده او مل پلاوي سفر ترسره  او د راستنو شويو کډوالو د وضعيت، ستونزو او اړتياوو د ارزونې وروسته يې ورته بېړنيو خدماتو ترسره کولو ترڅنګ لازمې اسانتياوې هم برابرې کړې. 
 افغاني سرې مياشتې په بېړنۍ توګه په ياد پنډغالي کې د راستنو شويو کډوالو لپاره د لنډ مهالې سرپناه په موخه ١٠٠ بابه خېمې نصب کړې، له ګرمې هوا څخه د ژغورنې په موخه يې دوى ته  ۵۰ پايې پکي ووېشل، ۲۰ تنو کارګرو لپاره د پیسو په بدل کې د کار پروژه، چې هدف يې د کمپ پاکوالی، راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی او له کډوالو سره د انتقالاتو په چارو کې همکاري کول دي ؛ پيل کړه، د څښاک او پاکو اوبو د ذخيره کولو په موخه يې شپږ دانې ١٠٠٠ لېتره ټانکۍ نصب کړې او ترڅنګ  يې  ١٠٠٠ تنو راستنو شويو کډوالو ته هره ورځ ١٠٠٠ خوراکه پخو خوړو د وېش سربېره به د پاکو اوبو د چمتو کولو په پار ٣٠ کُندې يخ هم ووېشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS