د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۶:۱۷
د کارموندنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

Location

لغمان

د دندې عنوان:  د افغاني سرې میاشتې - لغمان ولایت- د نوي ګرځنده ټیم قابله 

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه


د دندې ځای:  لغمان

جنسیت: ښځینه

د بستونو شمېر: ١


د بست کوډ نمبر :  hr@0049


د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۷/۱/۴
۱۴۰۴/۴/٩
2025/June/30

موخې:
په مختلفو برخو کې د میرمنو ، نويو زېږيدلو ، او کورنیو د ښه روغتیا په موخه اغیزمن او مناسب لومړني روغتیايي خدمات چمتو کول.

دندې او مسؤلیتونه:

1 – دMISP په اساس د RMNCH خدماتو وړاندې کول

2 - د نوي زیږیدلي ماشوم  لپاره د لومړني اهتماماتو او ضروریاتو چمتو کول په شمول د نوي زیږیدلي ماشوم احیای مجدد ، تودوخې ته پاملرنې ، پوټکي د پوټکي سره تماس ، سترګو ته پاملرنه ((د ټیترایسکلین مرهم استعمال)) ، د ثری د رګونو د بندیدو او رګونو ته د پاملرنې په موخه د کلور هیګزیدین استعمال او د هر څه له مخه دسینی له لارې غذا ورکول.  

3 – امیندوارو میرمنو ته د ولادي بستې توزیع او  د تولد او تناسل عمر لرونکو میرمنو ته د MISP بسته ورکول.

4 – دضرورت په وخت کی حامله میندو ته د نورمال ولادت خدمات وړاندی کول.

5 – دخطر علایم او اختلاطات په ګوته کول په شمول د ولادته مخکې او وروسته خونرېزي، اکلمپسیا، پریکلمپسیا، انیمیا، او انتانات او د اړتیا په صورت کې لویو روغتیايي مراکزو ته راجع کول.

6 – د GBV واقعاتو لپاره خدمات وړاندې کول.

7 -   د STI لپاره د سندورمیک مدیرت برابرول کول.

8- د MHTE د بستې په اساس د مناسب  Family planning  خدمات  وړاندې کول.

9 – د ټولو میندو د خوارځواکې له چیک ، هغوی ته رسېدنه او مناسبې مشورې ورکولو څخه ډاډ حاصلول. 

10 – دټولو امیدواره میندو د اوسپنی او فولیک اسید په ورځني ډول له اخستنې ډاډ حاصلول. 

11 – دایوډین لرونکې مالګې استعمال ته میندې تشویقول

12 – امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو ته د Reproductive health  او IYCF  په اړه صحی تعلیمات او معلومات ورکول.

13 – دټولو ترسره شوی فعالیتونو  دریکارد ساتل او د هفته وار یا میاشتنی راپور جوړول.

 


مهارتونه او دګمارنې شرایط:

1 – د قابلګۍ څخه فراغت.

2 – قابلګي برخه کې دوه کلنه کاري تجربه لرل.

3 – د MISP سره بلدتیاه لرل.

دلاندې تریننګونو اخیستونکو ته لمړیتوب ورکول کیږي:

1 – MISP

2 – PHTLA

3 - BLSS

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪
‪+93-706-750-299‬

یادونه: نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.
 

Related VacanciesShow all

Back to vacancies