د نورستان سېلاب ځپلو ته د سعودي عربستان بېړنۍ مرسته؛ د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۱۷
K

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د تېرې پنجشنبې په ورځ، د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له زیانمنو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې افغاني سرې میاشتې ته وسپارلې.

دغه مرسته په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال، ښاغلي استاذ علي محمد الحصان، د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، ته وسپارله؛ څو پر نورستان کې پر سېلاب‌ ځپلو کورنیو ووېشل شي.

په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ نيم کیلو بوره او ۵ لېټره غوړي شامل دي.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرستو د سپارلو پر مهال وویل، د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان د سېلاب‌ ځپلو کورنیو لپاره په ټولیز ډول د خوراکي توکو ۱۰۰۰ کڅوړې ځانګړې کړې دي، چې له هغې ډلې ۵۰۰ کڅوړې نن افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې او پاتې ۵۰۰ نورې به هم په نږدې ورځو کې وسپارل شي.

نوموړي د سعودي عربستان له حکومت او خلکو څخه د دوامدارو بشري همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل، دغه مرستې به د نورستان د سېلاب‌ ځپلو کورنیو د بېړنیو خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې مهمه ونډه ولري.

ورپسې په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال، د حرمینو شریفینو د خادم په استازیتوب، د نورستان د وروستیو سېلابونو له امله له افغان ولس سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه. نوموړي د پېښې شهیدانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او زیانمنو کورنیو ته د صبر او زغم دعا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې سعودي عربستان به د افغان ولس د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپلو همکاریو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۹:۵۲
Background image

لغمان؛ پر ۳۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې پر ۳۵ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول.

په هر خوراک کې یو پارسل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۴
Background image

د نورستان سېلاب؛ په پارون کې د نادرکو کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د نورستان ولایت د مرکز پارون په سېلاب ځپلو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ځانګړي ټیمونه د اړوندو ادارو په همغږۍ، د نادرکه شوو کسانو د لټون پر عملیاتو بوخت دي.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د نورستان سېلاب ځپلو ته د سعودي عربستان بېړنۍ مرسته؛ د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د تېرې پنجشنبې په ورځ، د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له زیانمنو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS