د مرکزي ګودام د ترميم درې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې شوې
سې شنبه، ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د لوژستیک ریاست اړوند د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ګودام د ترمیم د درېیو پروژو د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې، چې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت له لوري جوړه شوې وه، ۱۸ ودانیزو شرکتونو ګډون کړی و.
د داوطلبۍ د اسنادو له ارزونې او کره کتنې وروسته به د یادو پروژو قرارداد له شرایطو سره سم وړ او بریالي شرکت ته ورکړل شي.
