نورستان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
N

پنجشنبه، ۱ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په نماینده ګۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو او حفظ‌ الصحې په برخو کې لس ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو، له رواني ستونزو سره د مخ کسانو د بېړني ملاتړ او د شخصي او چاپېریالي پاکوالي په اړه نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې.

د ورکشاپ موخه د رضاکارانو د روغتیايي وړتیاوو لوړول او په بېړنیو حالاتو کې د اړمنو خلکو د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هغوی چمتو کول وو.

افغاني سره میاشت د روزنیزو ورکشاپونو له لارې د خپلو رضاکارانو د ظرفیت لوړولو او په بېړنیو حالاتو کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هغوی د چمتووالي پیاوړتیا ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

پنجشېر؛ د غر ښویېدنې له امله له ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۳ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې د غر ښویېدنې له امله له دوو زیانمنو کورنیو سره ۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ د مالي او عوایدو مدیرانو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۳ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د بلخ، هرات، کندهار او کندز سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنو مالي او. . .

BACK TO NEWS