د قرغې له سړک څخه د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون تر دروازې غځېدلی سړک رغول کېږي!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۲۰:۱۷
خبرونه

د قرغې له سړک څخه د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون تر دروازې غځېدلی سړک رغول کېږي!


نن شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې خیریه ملي ټولنې د مرکزي مرستون له دروازې څخه نیولې د افغان کوریا انستیتوت مخ ته د قرغې تر غځېدلي عمومي سړک پورې د ۵۸۰ مترو اوږدوالي او ۷ متره سور په اندازه د غځېدلي سړک ترڅنګ د ویالو او پلې لارې د اساسي جوړونې په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.

ناسته کې ۸ ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به د یاد سړک د رغولو قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۱۹
Background image

کونړ کې پر اړمنو کورنیو اووه دېرش نیم میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

سې شنبه، ۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۵۰۰ اغېزمنو شوو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۱۷
Background image

پنجشېر؛ افغاني سرې میاشتې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کړې ده

سې شنبه، ۶ جمادی الأولی ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پنجشېر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣١١٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۳
Background image

د مرکز او سيمه ييزو زونونو يو شمېر کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز ورکشاپ پيل شو

دوشنبه، ۵ جمادى الأولی ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت د آی سي آر سي په مالي ملاتړ د مرکز او سیمه‌ ییزو زونونو یو شمېر کارکوونکو ته د سرې میاشتې او سره صلیب. . .

BACK TO NEWS