د قرغې له سړک څخه د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون تر دروازې غځېدلی سړک رغول کېږي!
د قرغې له سړک څخه د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون تر دروازې غځېدلی سړک رغول کېږي!
نن شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې خیریه ملي ټولنې د مرکزي مرستون له دروازې څخه نیولې د افغان کوریا انستیتوت مخ ته د قرغې تر غځېدلي عمومي سړک پورې د ۵۸۰ مترو اوږدوالي او ۷ متره سور په اندازه د غځېدلي سړک ترڅنګ د ویالو او پلې لارې د اساسي جوړونې په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.
ناسته کې ۸ ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به د یاد سړک د رغولو قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.
