د خوږیاڼیو ولسوالۍ په چمتله او د ننګرهار مرستون کې کونډو او اړمنو ته د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه د حرفوي زده کړو څلورو مرکزونو پر فعالیت پیل وکړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۱:۸
خبر

د خوږیاڼیو ولسوالۍ په چمتله او د ننګرهار مرستون کې کونډو او اړمنو ته د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه د حرفوي زده کړو څلورو مرکزونو پر فعالیت پیل وکړ!

 د افغاني سرې میاشتې د ختیځ زون مرستون له لوري د ډنمارک د سره صلیب په مالي همکارۍ د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په چمتله سیمه کې ٣٠ او د زون اړونده مرستون کې ١٠ تنو  کونډو او اړمنو لپاره د کوچنیو کاروبارونو ( سلمه دوزۍ، قروشنل بافۍ، بیګ دوزۍ او خیاطۍ) د برابرولو په موخه د حرفوي زده کړو ۴ مرکزونه پرانیستل شول.

د حرفوي زده کړو یادو مرکزونو کې به د مسلکي استادانو له لوري ۶ میاشتې نوموړو اړمنو بې سرپرسته مېرمنو ته زده کړې ورکول کېږي چې له فراغت وروسته به له دې لارې خپل ځان او بچیانو ته حلال رزق او نفقه پیدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۹:۲۹
Background image

هرات؛ ۷۹ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو لپاره نغدي مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌جان ولسوالیو کې ۷۹ راستنو شویو او زیانمنو کورنیو ته یو میلیون او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳۲
Background image

کابل؛ د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د مالي او داخلي پلټنې ریاستونو، کنټرول او پلان جوړونې آمریتونو ۲۱ کارکوونکو ته د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ د بيا کتنې په اړه درې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS