د افغاني سرې میاشتې مرستیال لغمان کې د راستنېدونکو کډوالو له لنډمهالي پنډغالي لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۵:۵۹
خبر

د افغاني سرې میاشتې مرستیال لغمان کې د راستنېدونکو کډوالو له لنډمهالي پنډغالي لیدنه وکړه!

نن سه شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د خپل سفر په ترڅ کې د يو پلاوي په ملتیا په لغمان ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو له لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد پنډغالي د کمیسیون او هلته  د سرې مياشتې له لوري له نصب شویو خېمو د ليدنې ترڅنګ راستنو شويو کډوالو ته د بېلا بېلو وړاندې کېدونکو بشري خدماتو او چارو ارزونه هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS