ترکیې سرې میاشتې له زلزلهځپلو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان لپاره د ترکیې د سرې میاشتې له مشر ښاغلي نعیم الله کریمي او مل پلاوي سره ختيځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو، همکاریو د پیاوړتیا او مرستو د زیاتولو پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي دلاور د ترکیې د سرې میاشتې د همکارۍ او بیړنیو مرستو د مننې سربېره ډاډ وړاندې کړ، چې د افغاني سرې میاشتې لومړیتوب د زلزله ځپلو لاسنیوی او د هغوی ورځنی ژوند ښه کول دي. نوموړي زیاته کړه چې زلزله ځپلې بېرته خپل عادي ژوند ته راګرځول، پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ترکیې د سرې میاشتې مشر ښاغلي نعیم الله کریمي په خپلو څرګندونو کې وویل: ترکیه له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او ځان د افغان ولس په هر درد او غم کې شریک بولي، زموږ موخه دا ده، څو په هر ډول حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ودرېږو او هڅه کوو چې د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره خپلې مرستې لا ډېرو کړو.