تخار ولایت کې د نمایندګۍ احاطوي دېوال او یو شمېر نورې رغنیزې چارې پیلېږي!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۹:۱۹
خبر

تخار ولایت کې د نمایندګۍ احاطوي دېوال او یو شمېر نورې رغنیزې چارې پیلېږي!

نن د رجب د میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې د تخار ولایت د نمايندګۍ د انګړ ديوال او د څوکیدارانو د خونې، تشناب او پخلنځي د رغولو په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه کې ۶ ودانیزو شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د رغولو قرارداد په شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS