بغلان؛ ۱۲۰ کاریګرو ته د ۳۰ ورځو لپاره لنډمهاله کاري زمینه برابره شوه
دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په انارخېلو کلي کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل شوه، چې له مخې به یې ۱۲۰ کاریګرو ته د ۳۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شي.
د دغې پروژې له لارې به د اړمنو او زیانمنو کورنیو لپاره د لنډمهاله کار او عاید زمینه برابره شي او کاریګر به د اوبو د کانالونو د پاکولو، د کوچنیو بندونو د بنسټیز ترمیم او د اوسپنیزو دروازو او بلولونو د نصبولو په چارو بوخت اوسي.
د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوبو اړوند یو شمېر عامه تاسیسات پاک او ورغول شي، چې د اوبو په برخه کې به د سیمې د اوسېدونکو د يو شمېر اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
