بدخشان ولايت کې ۷۹۷۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۱۸
خبرونه

بدخشان ولايت کې ۷۹۷۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د بدخشان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۴۶۳ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۸۵ تنو ټپیانو پانسمان، ۸۷۵ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۱۶۶ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۵۴۶ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۵۸۰ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۲۶۱ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۲۵
Background image

د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ هرات کې ۵۰ اړمنې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو ته شاملې شوې

پنجشنبه، ۲۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۵۰ هغه اړمنې او راستنې شوې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده ‌کړو ته شاملې شوې، چې د طبیعي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس د آی سي آر سي له نوي مشر سره د بشري همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ ‌الحديث شهاب‌ الدين دلاور او د نوموړي مرستيال حافظ عزيز الرحمن په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د آی سي آر سي له نوي مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

غزني کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د مرکز د قلعه جوز سیمې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ غیر خوراکي مرسته ورسول شوه.

ياده. . .

BACK TO NEWS