افغاني سرې میاشتې او یوناما د تېرو دوو لسیزو د ناخوالو له امله د زیانمنو کورنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ
پنجشنبه، ۱۰ جمادیالأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستیال يې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو برخې له مسٶولې آغلې فیانو فریزر او مل پلاوي سره د تېرو دوو لسیزو د ناخوالو له امله د زیانمنو شویو وګړو او کورنیو د ملاتړ او بشري مرستو د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د دې ټولنې د بشري خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو په اړه معلومات شریک کړل. نوموړي وویل، افغاني سره میاشت د هېواد په کچه په اوو زونونو او ۳۴ ولایتي نمایندګیو کې اړمنو، پېښځپلو، بې سرپرسته کورنیو او ناروغانو لپاره روغتیايي او نور بشري خدمتونه وړاندې کوي او دې برخو کې فعالیتونه په دوامداره توګه روان دي.
ښاغلي دلاور زیاته کړه چې د تېرو دوو لسیزو ناخوالو ګڼ شمېر کورنۍ بې سرپرسته کړي، یو شمېر کسان یې له رواني ستونزو سره مخ کړي او ځینې نور پر مخدره توکو روږدي شوي دي. نوموړي وویل، یادې کورنۍ او وګړي ځانګړي ملاتړ او بشري مرستو ته اړتیا لري او باید د هغوی د اړتیاوو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.
نوموړي د یوناما مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت د زیانمنو هېوادوالو لپاره د مرستو د تنظیم او رسولو په برخه کې هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو ده، هغه ټینګار وکړ چې دې ادارې سره کېدونکې مرستې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو له مخې په اغېزمن، منظم او شفاف ډول مستحقو کورنيو ته رسول کېږي.
ورپسې، په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو برخې مسوولې د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه او د اړمنو خلکو د ملاتړ برخه کې روان فعالیتونه وستایل. نوموړې د تېرو ناخوالو له امله د زیانمنو شویو وګړو او کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو، د ملاتړ پر دوام او د بشري مرستو د اغېزمنتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې دواړو لورو د زیانمنو وګړو او کورنیو د ملاتړ، د بشري خدمتونو د پراختیا او د اړمنو خلکو د لاسنیوي برخه کې پر لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
