افغاني سرې میاشتې او یوناما د تېرو دوو لسیزو د ناخوالو له امله د زیانمنو کورنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ

arcs_website_admin
Thu, Oct 22 2026 11:25 AM
K

پنجشنبه، ۱۰ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او مرستیال يې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو برخې له مسٶولې آغلې فیانو فریزر او مل پلاوي سره د تېرو دوو لسیزو د ناخوالو له امله د زیانمنو شویو وګړو او کورنیو د ملاتړ او بشري مرستو د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د دې ټولنې د بشري خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو په اړه معلومات شریک کړل. نوموړي وویل، افغاني سره میاشت د هېواد په کچه په اوو زونونو او ۳۴ ولایتي نمایندګیو کې اړمنو، پېښځپلو، بې‌ سرپرسته کورنیو او ناروغانو لپاره روغتیايي او نور بشري خدمتونه وړاندې کوي او دې برخو کې فعالیتونه په دوامداره توګه روان دي.

ښاغلي دلاور زیاته کړه چې د تېرو دوو لسیزو ناخوالو ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ سرپرسته کړي، یو شمېر کسان یې له رواني ستونزو سره مخ کړي او ځینې نور پر مخدره توکو روږدي شوي دي. نوموړي وویل، یادې کورنۍ او وګړي ځانګړي ملاتړ او بشري مرستو ته اړتیا لري او باید د هغوی د اړتیاوو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.

نوموړي د یوناما مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت د زیانمنو هېوادوالو لپاره د مرستو د تنظیم او رسولو په برخه کې هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو ده، هغه ټینګار وکړ چې دې ادارې سره کېدونکې مرستې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو له مخې په اغېزمن، منظم او شفاف ډول مستحقو کورنيو ته رسول کېږي.

ورپسې، په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو برخې مسوولې د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه او د اړمنو خلکو د ملاتړ برخه کې روان فعالیتونه وستایل. نوموړې د تېرو ناخوالو له امله د زیانمنو شویو وګړو او کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو، د ملاتړ پر دوام او د بشري مرستو د اغېزمنتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ناستې په پای کې دواړو لورو د زیانمنو وګړو او کورنیو د ملاتړ، د بشري خدمتونو د پراختیا او د اړمنو خلکو د لاسنیوي برخه کې پر لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 12:47 PM
Background image

ARCS and UNAMA Emphasize Support for Families Affected by the Hardships of the Past Two Decades

Thursday, October 22, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, and Vice President Hafiz Azizur Rahman met with Fiona Fraser, UNAMA Chief of Human. . .

Wed, Oct 21 2026 5:54 AM
Background image

Panjshir: Health Services Provided to Thousands of Patients Over the Past Month

Wednesday, October 21, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 4,534 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Tue, Oct 20 2026 9:07 AM
Background image

Herat: Equipment for Small Businesses Worth AFN 2.8 Million Distributed to 89 Returnee Women

Tuesday, October 20, 2026

 

The ARCS distributed equipment for small businesses worth AFN 2.8 million to 89 returnee women from various districts of Herat city and the districts of. . .

BACK TO NEWS