پروان کې د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره د افغاني سرې میاشتې بشري مرسته وشوه
سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ له یوې هغې کورنۍ سره بشري مرسته وشوه، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه.
په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځي د توکو یو سیټ او ۷ کیلو دال ورکړل شول.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو هېوادوالو سره د بېړنیو بشري مرستو او دوامداره ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
