کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او ناروې سره صلیب ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه ناسته وشوه

arcs_website_admin
Sun, Apr 26 2026 6:31 PM
K

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د هغه مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ناروې سره صلیب د عملیاتي چارو له مسؤول ښاغلي هلکان جېکوب او د آسیا څانګې له مسؤول وینې وېلا سډا ورټ سره د بشري همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه ناسته وکړه.

په ناسته کې عمومي رئیس د پېښو له امله زیانمنو، بې‌سرپرسته مېرمنو او ماشومانو د ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او د کارکوونکو د روزنې په برخو کې د ناروې سره صلیب له همکاریو مننه وکړه او یادې مرستې یې اغېزمنې وبللې.

همدارنګه ښاغلي دلاور د هېواد په کچه د افغاني سرې میاشتې له لوري د روغتیا، د پېښو د مدیریت او د اړمنو د ځان‌بساینې په برخو کې د روانو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغاني سره میاشت یوه خپلواکه ملي ټولنه ده او خپلې چارې په بې‌طرفۍ او خپلواکۍ ترسره کوي. هغه له ناروې سره صلیب څخه وغوښتل، چې له اړمنو او زیانمنو کورنیو سره د مرستو په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي، او ډاډ یې ورکړ، چې افغاني سره میاشت په دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو ده.

ورپسې د ناروې سره صلیب د عملیاتي چارو مسؤول د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د ناروې سره صلیب به د یوه نږدې همکار په توګه له دې ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي همدارنګه یادونه وکړه، چې په ناروې کې د نړیوال بانک یوه مسؤول په یوې ناسته کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د ملاتړ لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 8:25 PM
Background image

Kabul: Meeting Held Between ARCS and Norwegian Red Cross to Expand Cooperation

Sunday, 26 April 2026

 

General President of the ARCS, Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, and Vice President Hafiz Azizur Rahman held a meeting with Mr. Hakon Jakob, Head of. . .

Sun, Apr 26 2026 8:00 PM
Background image

Non-Food Assistance Distributed to 24 Flood-Affected Families in Paktia

Sunday, April 26, 2026

 

The ARCS distributed non-food assistance to 24 flood-affected families across seven districts of Paktia province: Dand-e Patan, Samkani, Laja Mangal, Aryub. . .

Sun, Apr 26 2026 7:45 PM
Background image

Khost: Essential Relief Items Distributed to 99 Internally Displaced Families

Sunday, April 26, 2026

 

The ARCS distributed humanitarian assistance to 99 internally displaced families from various areas of Zazi Maidan and Alisher districts of Khost province.

T. . .

BACK TO NEWS