بلخ؛ پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو پراخه بشري مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په اړوندو ناحیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ۱۰ قلمه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۴ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، آش او مکروني شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته د سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې په موخه د ماشومانو، ښځینه او نارینه وو ژمنۍ بستې هم ورکړل شوې.
تمه ده، چې دغه مرسته د یادو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
