کونړ کې له ۴۷۳ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
یکشنبه، ۲۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو د بېلابېلو کلیو له ۴۷۳ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه اووه میلیونه او پنځه نوي زره (۷،۰۹۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
