بادغيس؛ څه باندې ۳ زره هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي
يکشنبه، ٢۵ جمادى الأولی ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٩٤٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١٠٧٣ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
