د شمالي ولایتونو زلزله؛ د ملک سلمان بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وسپارله
چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولى ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري د بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته په کابل کې د یاد هېواد په سفارت کې د سفیر ښاغلي فیصل بن طلق البقمي په لاس د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو پر مهال عمومي رئیس د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز ددې بشردوستانه مرستې د مننې ترڅنګ دا ډول بېړنۍ مرستې د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو برخه کې اغېزمنې وبللې او د سعودي عربستان د خلکو او حکومت څخه یې د ورته بشري مرستو د دوام هیله وکړه.
د سعودي عربستان سفیر په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې به د خپلو افغان ورونو ترڅنګ ودریږي، د دوی لاسنیوی به کوي او د بشري مرستو د پراختیا برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په مرسته شوو توکو کې ۵۰۰ خیمې، ۲۵۰۰ کمپلې، ۵۰۰ د پخلنځي توکو سيټونه، ۱۴۱ ټنه ( ۳ زره بستې) بیلابیل خوراکي توکي( اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، بوره) او ۲۴ ټنه خُرما شامله وه.
